د داخلي او وارداتي محصولاتو تر منځ د مشتریانو د اولویت بندي په اړه د کیفیت او قیمت اغیزې

Authors

  • نوماند پوهنیار محمد زبیر ابراهیمي ۱. اداره او تجارت دیپارتمنت، اقتصاد پوهنځی، وردګ پوهنتون، افغانستان ۲. ملي اقتصاد دیپارتمنت، اقتصاد پوهنځی، وردګ پوهنتون، افغانستان
  • پوهنمل غلام رباني شهامت

Keywords:

د محصول کیفیت، د محصول قیمت، د مشتري اولویت بندي، داخلي محصولات، وارداتي محصولات

Abstract

لنډیز

د اوسني نړیوالتوب په مټ اوس مشتریان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مختلفو داخلي او وارداتي محصولاتو ته لاسرسی لري. د تولیدوونکو او پلورونکو لپاره دا مهمه ده چې پوه شي کوم فکتورونه د مشتریانو د اخیستلو په مهال د محصولاتو په اولویت بندي اغېزه کوي. د محصول کیفیت او قیمت دوه مهم فکتورونه دي چې کولای شي د مشتریانو د اخیستلو پرېکړې اغېزمنې کړي. د دې څیړنې موخه داده چې د محصول د کیفیت او قیمت اغېز د مشتریانو له لوري د محصول په اولویت بندي باندې وڅېړي. دا څېړنه کمي ده او له تشریحي څېړنیز ډیزاین څخه پکې استفاده شوې ده. د څېړنې جمیعت د کابل ولایت هغه مشتریان دي چې د داخلي او وارداتي توکو د پېرودلو تجربه لري. معلومات د فرصتي نمونه اخیستنې له لارې له 310 ګډونوالو څخه د پوښتنلیک په وسیله راټول شوي دي. د پوښتنلیک اعتبار د متخصصینو د نظر او پخوانیو معتبرو څېړنو پر بنسټ ارزول شوی او پایښت یې د کرونباخ الفا په مرسته تائید شوی چې د ټولو برخو لپاره یې له (α ≥ 0.70)پورته قیمت اخیستی. راټول شوي معلومات د SPSS 27 سافټویر او د multiple regression تحلیلي میتود په مرسته تحلیل شوي دي. د څیړنې پایلې ښيي چې د محصول کیفیت (β=0.453) او قیمت (β=0.301) دواړه په معنادار ډول د اخیستلو لپاره د محصول په اولویت بندي اغېز لري (R²=0.42, p<0.001)، خو ترمنځ یې کیفیت تر قیمت ډیر قوي مؤثر فکتور دی. د څېړنې دغه موندنې د مشتریانو د رفتار او تصمیم نیولو له تیوریو سره سمون لري او تائیدوي یې او په عملي ډول تولیدوونکو او بازارموندونکو ته وړاندیز کوي چې په شته رقابتي بازار کې د پاتې کېدلو لپاره باید د محصول کیفیت او د ارزښت پر بنسټ د محصول قیمت ګذاري ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Published

2026-05-09