د ګلانو او زینتي بوټو د پاڼو وچول
Abstract
لنډیز
ګلان او زنتي بوټي هم د ځینو نورو هارټیکلچري محصولاتو په ډول ډېر تازه او ژر خرابېدونکي محصولات دي. تازه ګلان که څه هم جذاب او ښایسته وي، خو د زیات وخت لپاره یې د جذابیت او تازه والي ساتنه هم ډېره ستونزمنه ده. د دې لپاره چی د ګلانو د ساتنې ستونزه حل شي، نو د ګلانو وچول او د هغو په پایله کې د مختلفو وچو ګلي محصولاتو ترلاسه کول ډېر مهم ګڼل کېږي. وچ شوي ګلان د مختلفو مقاصدو لپاره استعمالېږي، له همدې امله د عاید یوه ښه سرچینه هم ګڼل کېږي. سربېره پر دې د ګلانو وچول تر یوې اندازې پورې د محیط له ککړېدو مخنیوی هم کوي چې د همدغو ګلانو له ضایعاتو څخه رامنځته کېږي. په ټوله کې د ګلانو د وچولو صنعت اوس په نړیواله توګه مخ په زیاتېدو دی. په همدې اساس یاد صنعت له یوه طرفه د ډېرو خلکو لپاره د کار کولو زمینه مساعدوي او له بله اړخه په ټوله کې ورسره د ټولنې اقتصاد هم پرمختګ کوي. ګلان او د دې ترڅنګ زینتي پاڼې د مختلفو ساده او نسبتاً پرمختللو طریقو لکه د هوا، پریس میتود، پوښولو، ګلایسیرین، اوون، اوبو، یخ او داسې نورو طریقو په مرسته وچېږي. په مجموع کې د لاسته راغلو وچ شویو محصولاتو کیفیت او مؤثریت د وچولو په میتود او د دې ترڅنګ د چمتو شوو ګلانو او پاڼو په ډول او ترتیبولو پورې اړه لري. په همدې کتنه کې موږ د ګلانو او زینتي نباتاتو د وچولو له مختلفو طریقو څخه یادونه کړې ده چي په نتیجه کې یاده لیکنه کولاي شي په راتلونکي کې د څېړونکو لپاره د اړوندو څېړنو، زده کوونکو او سوداګرو لپاره د زده کړې او تجارت د پرمختګ سبب وګرځي.



