په دوه لېتره فوتو بایوریکتور کې د کلوریلا نوعې (Chlorella sp) کښت
Abstract
لنډیز
له فوسیل څخه لاسته راغلي سونګ توکي په نړیواله کچه د بېلابېلو موخو لپاره د انرژيکي سرچینو په توګه کارول کېږي. په هر صورت له فوسیل څخه لاسته راغلي سونګ توکي د دې په خاطر چې نه نوی کېدودونکی خاصیت لري له همدې امله په تدریجی ډول بایوفویل ته اړول شوي دي. ددې ژوندیو موجوداتو د مختلفو نسلونو په منځ کې د مایکرو الجې له درېیم نسل څخه کار اخیستل شوی دی چې د سوداګریزو صنعتونو لپاره غوره ګڼل کېږي. د مایکرو الجي د درېیم نسل په واسطه د انرژي تولید یو اغیزمن انتخاب دی ځکه چې دا د نباتي محصولاتو په شرایطو کې ستونزه نه رامنځته کوي. د کلوریلا په نامه د مایکرو الجي یوه نوعه چې له تازه اوبو څخه را ایستل شوې ده، د مایکرو الجي کښت یا په لابراتوارونو کې مسلکي کرنه د غیر مشبوع شحمي تیزابونو(PUFAs) په تولید کې خورا مهم رول لوبوي، په ځانګړې توګه شحمي تیزابونو لکه میتایل ایسټر (FAME) چې د درېیم نسل د بایوفویل په تولید کې کلیدی جز ګڼل کېږي. سربېره پردې چې کلوریلا نوعه د دې وړتیا هم لري، چې تر لوړ فشار لاندې وکرل شي لکه د هوا لوړه کچه، pH او د انوکولم اندازه کیداې شی چې ډېر شحمي تیزابونه راټول او تولید کړي. له همدې امله د دې څېړنې تمرکز له تازه اوبو څخه استخراج شوې کلوریلا نوعې الجي باندې دی چې په مورفولوژیکي ډول پېژندل شوی او د هغه د ودې په پروفایل باندې هم په لنډه توګه نظر اچول شوی دی، د کلوریلا نوعې ډله ییز کښت به د درېیم نسل بایوفویل په تولید باندې د پام وړ اغېزه ولري، کوم چې د پایښت لرونکې انرژۍ یوه نوې سرچینه ده.



