د خطي کسري دیفرانسیلي معادلو دحل لپاره د لاپلاس تبدیل، شیهو تبدیل او توان لرونکې سلسلې مېتودونو تطبیق او پرتله
Keywords:
تبدیل، توان لرونکې سلسلې مېتود، خطي کسري دیفرانسیلي معادله، شیهو مېتود، لاپلاس مېتودAbstract
لنډیز
کسري مرتبه دیفرانسیلي معادلې د معمولي دیفرانسیلي معادلو عمومي بڼه ده. د دې مفکورې بنسټ د لومړي ځل لپاره په 1695میلادي کال د کسري کالکولس سره سم رامنځ ته شو، چې د ریاضي، فزیک او انجنیرۍ په ډیرو مسائلو کې د ستونزو د ماډل کولو لپاره له مهمو وسایلو څخه شمېرل کېږي. د دې معادلو د حل لپاره بېلابېل مېتودونه کارول کېږي، چې د لاپلاس، شیهو او توان لرونکې سلسلې مېتودونه د نوموړو معادلو دحل لپاره بنسټیز رول لري. د دې څېړنې موخه د یادو دریو مېتودونو لاپلاس، شیهو، او توان لرونکې سلسلې مېتودونو د تطبیق او مقایسې له لارې د ثابتو او متحولو ضریب لرونکو کاپوتو نوعه خطي کسري دیفرانسیلي معادلو تحلیلي حلونه موندل دي. پایلې څرګندوي چې د لاپلاس او شیهو تبدیلونه د ثابتو ضریبونو لرونکو کسري معادلو په حل کې دقیق او اغېزمن دي، پداسې حال کې چې د لاپلاس تبدیل مېتود تطبیق نسبت شیهو تبدیل مېتود ته آسانه، خو د توان لرونکو سلسلو مېتود د متحول ضریبونو لرونکو کسري معادلو په حل کې هم غوره پایلې ورکوي. څېړنه ښیې چې مناسب مېتود انتخاب د معادلې په نوعیت پوري تړاو لري.



