د ځینو حقیقي انتیګرالونو په محاسبه کې د رېزېدو ګانو کاروونه
Keywords:
حقیقي انتیگرال ، رېزېدو، د لورانت سلسله ، قطب.Abstract
لنډیز
د رېزېدو ګانو مطالعه د ځینو حقیقي انتیګرالونو په محاسبه کې د مختلط انالیز یوه مهمه او غني ساحه ده چې په بېلابېلو برخو کې کاروونې لري. د ځینو حقیقي انتیګرالونو محاسبه په معمولي طریقه ستونزمن او حتی غیر ممکن دي. اکثراً دا ډول انتیګرالونه د رېزېدو په مرسته د محاسبې وړ دي. له بلې خوا د رېزېدو محاسبه هم ځینې وخت پېچلې وي. نو د رېزېدو د قضایاو او د تطبیق د شرایطو مطالعه د دا ډول انتیګرالونو د حل لپاره اړینه ده. په دې مقاله کې په یوه محدوده ناحیه کې د تابع د هولومورف ځانګړتیا او قطبونو څخه کار اخیستل شوی دی. لومړی د موضوع اړوند عمومي معلومات په لنډ ډول معرفي او وروسته هغه قضایاوې چې د دې ستونزو په حل کې مرسته کوي بیان او ثبوت شوې دي. په آخر کې مناقشه او د یوې جمع بندی په واسطه لاس ته راغلې پایلې بیان شوې دي.



