د امو دریا حوزي د نفتو لاسته راوړل او د افغانستان پر اقتصاد یې اغیز

Authors

  • نوماند پوهنیار عبدالرحیم امین کیمیا څانګه، ښوونې او روزنې پوهنځۍ، میرویس خان نیکه پوهنتون، زابل، افغانستان

Keywords:

اقتصادي اغیز، امو دریا حوزه، نفت

Abstract

لنډیز

د امو دریا نفتي حوزه په نړیواله کچه په ۱۵۲ نفتي حوزو کې ۱۵ مقام لري د ټولو نفتو اندازه یې ۹۶۲ میلیونه بشکي اټکل شوي. د چین هیواد د افچین د تیلو ملي شرکت سره د ۲۵ کلونو لپاره د امو دریا نفتي حوزي د استخراج د چارو قرار داد لاسیلک شو؛ د دې قرار داد له مخې به د استخراج شویو نفتو ۷۰ سلنه عاید د دولت خزاني ته د مالیاتي سیستم د اصولو له مخې جمع کیږي چې دا سلنه د دولت په عوایدو کې په کلني ډول بیسارې اندازه ده، پاتي ۳۰ سلنه  اندازه د یاد شرکت سره پاتي کیږي په داسې حال کې چې ټول کلنی عاید له دې نفتي حوزي څخه ۴۰۰ میلیونه ډالره دي. د امو دریا نفتي حوزه د هیواد په کچه لویه طبیعي زیرمه بلل کیږي کوم چې د پراخو نفتي منابعو په درلودلو سره داخلي او نړیوال پانګوال شرکتونه پانګونې ته اماده شوي. د دې څیړنې په اساس کومې چې په کیفي لحاظ تره سره شوي؛ هځه کړی چې د امودریا نفتي حوزي اقتصادي اهمیت اهمیت تحلیل کړي، په دې څیړنه کې لمړنېو او ثانوي سرچینو څخه تر لاسه شوي معلومات تحلیل شوی دي. دا څیړنه ښیې چې د نفتو د لاسته راوړولو په جریان کې د چاپیریال ساتنې ټول اصول مراعات شي تر څو یو خوندي او پاک چاپیریال ولرو همدارنګه د نفتو لاسته راوړلو په جریان کې د استخراج سالم مدیریت د اهمیت وړ بلل کیږي تر څو مالیاتي سیستم له ستونزو سره مخ نه شي.

Published

2026-08-15