دربارهی مجله
د ژورنال په اړه
د وردګ پوهنتون د طبیعی علومو علمي – تحقیقي ملي مجله د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تالیف او ژباړې ریاست د جواز نمبر RCTD-GNJR-0032-23 ( صدور نیټه ۱۴۰۲/۵/۸) او اکاډمیک عتبار نمبر RCTD-GNJA-005-1-25 له مخې، د طبیعي علومو په برخو کې کال کې دوه ځل په جلا ټوکونو خپرېږي.
وردګ پوهنتون د علمي معاونیت او تحقیقاتو آمریت هڅه کوي چې په اوسني علمي نړۍ کې خپله ونډه د علم د ودې او پراختیا لپاره ادا کړي. له همدې امله ژمن دی چې اصلي علمي څېړنیزې مقالې (Original Article)، مروري مقالې (Review Article)، موردی راپورونه (Case Studies)، لنډ راپورونه (Short Communication) او ادیټر ته علمي لیکنې (Letter to Editor) د طبیعي علومو په بېلابېلو برخو کې په ملي ژبو خپاره کړي. همدارنګه په دې ژورنال کې علمي مقالې په عربي او انګلیسي ژبو په ملي امتیاز هم د خپرېدو وړ دي.
د مجلې تحریر هیئت او علمي بورډ د نشراتو اخلاقي معیارونه مراعاتوي او د هر ډول سرغړونې پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کوي. همدارنګه دا باور لري چې تحقیقی اخلاق او نشراتي پالیسي د ټولو اړخونو (مسوول مدیر، سردبیر، تحریري هیئت، ویراستاران، کتونکي او خپرونکي) فعاله ونډه غواړي، ترڅو د اخلاقي چلند پر معیارونو توافق وشي. دې مجلې د ټولو اړخونو لپاره اخلاقي اصول او معیارونه ټاکلي دي. له ټولو څېړونکو څخه تمه کېږي چې د اخلاقي اصولو او معیارونو بشپړ پابند وي.
لیدلوری
څرنګه چې علمي څېړنې د ټولنو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترسره کېږي، نو د علمي څېړنو خپرول د وردګ پوهنتون له مهمو او اساسي موخو څخه ګڼل کېږي. د پوهنتون علمي معاونیت او تحقیقاتو آمریت ژمن دی چې په راتلونکي کې د څېړونکو له لارې په دغه علمي – تحقیقي مجله کې د نوو او اصلي علمي څېړنو په مرسته د ټولنې واقعي ستونزې وڅېړي او د علمي مقالو د پایلو له لارې د ټولنې د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي. همدارنګه هڅه کوي چې د علمي مقالو د خپرولو له لارې په هېواد او سیمه کې ښه علمي مقام ترلاسه کړي.
موخې
د تحقیق محوري نظام پیاوړی کول ترڅو د علمي څېړنو د پایلو له لارې د ټولنې عیني ستونزو ته د حل لار وکتل شي.
د علمي نظریاتو تبادله د مقالو د خپرولو له لارې او محققانو ته د علمي سرچینو آسان لاسرسی.
محصلانو او زده کوونکو ته د علمي سرچینو برابرول ترڅو د څېړنو پایلې په ښه توګه وکاروي.
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معیارونو او نورمونو تطبیق.
د هېواد د څېړونکو پېژندنه او هغوی ته د څېړنیزو مرکزونو معرفي کول، او د استادانو او محققانو لپاره د نشر آسانتیاوې برابرول.
د لوړو زده کړو وزارت د ستراتیژۍ په رڼا کې د علمي پرمختګ وده او تحقیق محوري ته حرکت.
ارزښتونه
وردګ پوهنتون د علمي – تحقیقي ملي مجلې نشراتي ارګان لاندې ارزښتونه تعقیبوي:
د اسلامي، داخلي او کلتوري ارزښتونو درناوی.
د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د نافذه قوانینو رعایت.
د اخلاقي څېړنیزو پالیسو پیروي.
د ژبني، قومي، نژادي، مذهبي، فکري او جنسي هر ډول تبعیض څخه ډډه کول.
د علمي پرمختګ لپاره ګټورو نظریاتو منل.
د محققانو علمي څېړنو ته درناوی.
د مقالو د مرور او خپرولو قانوني پروسو ته درناوی.
د مجلې د فعالیتونو د خنډونو مخنیوی.
د محققانو، تحریري هیئت او کتونکو نظریاتو ته درناوی.
د وخت مدیریت ته درناوی.
د مجلې له مسؤلینو سره چټکه همغږي او همکاري.
د وظایفو په ترسره کولو کې ژمنتیا او تعهد.
په علمي فعالیتونو کې تقوا، صداقت او شفافیت.
د څېړنیزو فعالیتونو د محرمیت ساتنه.



