د میدان وردګو ولایت تر اقلیمي شرایطو لاندې د لوبیا د څلورو محلي ورایټیو د ودې او حاصل مقایسه
کلمات کلیدی:
سایبین، فاسفورس، وده او حاصلچکیده
لنډیز
دغه څېړنه د وردګو د لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې پوهنځي په څېړنيز فارم کې د ۱۴۰۱ ه ش کال د اوړي موسم په جريان کې د « ميدان وردګ و لايت تر اقليمي شرايطو لاندې د سايبينو په وده او حاصل باندې د فاسفورسو د بېلابېلو اندازو اغېزې» تر عنوان لاندې د تصادفي بشپړ بلاک ډیزاین) (RCBD څخه په استفادې کې ترسره شوه چې په هکتار کې د فاسفورسي سرو (P2O5) د بېلابېلو اندازو (۸۰،۴۰،۰ او ۱۲۰ کيلو ګرامه) په کارولو سره د ۴ تريتمنتونو (Treatments) او ۳ تکرارونو په چوکاټ کې ترسره شوې ده. د يادو ترتمنتونو له ډلې د (۱۲۰ کيلوګرام فاسفورس پر هکتار) ترتمنت د کنټرول ترتمنت (صفر کیلوګرامه) او نورو تريتمنتونو په پرتله د نبات پر لوړوالي، د نبات د شاخونو، پاڼو او پلیو په شمېر، د پلیو اوږدوالي، د سلو دانو وزن او په هکتار کې د دانو پر حاصل زياته اغېزه (P<0.05) درلوده، همدارنګه دپاڼې ترټولو زياته سطحه په (۸۰ کيلوګرام فاسفورس پرهکتار) تريتمنت کې ترلاسه شوه، خو په پلي کې د دانو شمېر په (۸۰ او ۱۲۰ کيلوګرام پرهکتار) تريتمنتونو کې د کنټرول او نورو تريتمنتونو په پرتله تر ټولو ډېره په لاس راغلي وه. په يادو تريتمنتونو کې د سايبينو د ودې او حاصل په پارامترونو باندې د «۱۲۰ کيلوګرامه پرهکتار تريتمنت» د نورو په پرتله د ښو اغېزو درلودونکی و، په دې توګه د سايبينو د ښه او لوړ توليد په موخه وروستی اندازه (۱۲۰) کیلو ګرامه فاسفورس لرونکې سره تر ټولو ډېر اغېزمن ثابت شو او دا څېړنه یې د پایلې په توګه د کارولو سپارښتنه کوي.



