د جغتو ولسوالۍ د اوبو سرچینو مدیریت او کاري فرصتونه

نویسندگان

  • پوهنیار سمیع الله عصمتي
  • پوهاند محمد قاسم صدیقي ۱د طبیعی زېرمو مدیریت څانګه، د چاپېریال ساتنې پوهنځی، بادغیس پوهنتون، بادغیس، افغانستان ۲د اوبو رسونې او چاپېریالي انجنیري څانګه، د اوبو او چاپېریالي انجنیري پوهنځی، کابل پولي تخنیک پوهنتون، کابل، افغانستان

کلمات کلیدی:

جغتو، سیندونه، سطحي اوبه، پايښت، اقلیم بدلون

چکیده

لنډیز

په جغتو  ولسوالۍ کې  د څښاک او کرنیزو اوبو کمښت ولس او بزګران له  سختو اقتصادي او ټولنیزو ناخوالو او  اندېښنو  سره مخ کړي دي. په تاریخي توګه، جغتو د پام وړ اورښت - باران او  واورې ترلاسه کولې؛ مګر د اقلیم بدلون له امله د اورښت بڼه بدله شوې، پر کوچنۍ اومتمرکزو سیمو ناڅاپي بارانونه او زورور سېلابونه ناورینونه را منځته کوي. له دې سربېره ددې سیمې د اوبو سرچینې او سیندونه  موسمي او لنډمهاله دي، په  ساړه موسمونو کې  اوبه د ګټې اخیستنې پرته بهېږي خو د کرکیلې پر مهال سیندونه  وچ وي. د دې څېړنې ارزښت دا دی چې دا ولسوالۍ د کرنې او مالداری لپاره ډېره مساعده ده او زیاتره خلک د کرنې او څارویو سره تړلو دندو کې په کار بوخت دي. په ساړه موسم او دغه شان د  سیلابونو پر مهال د اوبو  کابو کول او د کرکیلې په موسم کې له ذخیره شوې اوبو ګټه اخیستل د  کرنیز توکو او څارویو تولید د پام وړ  لوړولی شې او دغه شان د کرنیز زنځېر ارزښت، چې د کرنیزو محصولات کرنه، تولید، پروسس-بسته بندي، لېږد، بازار موندنه او د توکو پلورل په کې شامل دي، پیاوړی کوي  او د کارموندنې ډېر ښه فرصتونه را منځته کوي. ددې څیړنې بنسټیزه موخه په دې ولسوالۍ کې د روانو- سطحې اوبو ارزول  او د پایښت لرونکي اوبو مدیریت  لپاره نوښتګرې تګلارې او ستراتیژۍ غوره کول دي.  

چاپ شده

2026-08-15