د کچالو په وده او حاصل باندې د محلول په ډول د یوریا د استعمال اغېزې
کلمات کلیدی:
: کچالو، وده او حاصل، مایع یوریاچکیده
دا چې اوس مهال په افغانستان کې د کچالیو د کم حاصل ډیر لاملونه شتون لري لکه د سري نامناسبه اندازې کارول او داسې نور. د دې ستونزي د حل په موخه دغه څېړنه په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې د کچالو په وده او حاصل باندې د محلول په ډول د پاڼو له پاسه د شیندلو په طریقه د یوریا د بیلابیلو اندازو اغېزو تر سرليک لاندې د وردګ پوهنتون د کرنې پوهنځی په څېړنیز فارم کې د شپږو تریتمینتونو او څلورو تکرارونو په درلودلو سره په بشپړ تصادفی بلاک ډیزاین سره ترسره شوه. دڅېړنې پایلو وښودله چې د مایع یوریا ۱.۵ سلنه اندازي نسبت نورو ټولو اندازو په منځ کې هغه فیصدي ده چې د نبات تر ټولو زیات لوړوالي (۴۶.۹۱ سانتی متر)، د نبات د هوايي څانګو تر ټولو زیات شمیر (۸.۰۰ دانې) او د نبات د هوايي څانګو تر ټولو زیات قطر (۱۱.۷۱ملی متر) نسبت نورو ټولو اندازو ته زیاتوالي ښودلي. لدې برسیره حاصل پورې اړوند پارامترونو نسبت د پاڼو له پاسه د شیندلو په طریقه د مایع په ډول د نایتروجني سري تر ټولو لوړ د مارکیټ وړ ټیوبرونو شمیر (۳.۷۹ دانې)، د مارکیټ وړ ټیوبرونو زیات اوږدوالي (۸.۲۱ سانتی متره)، د مارکیټ وړ ټیوبرونو زیات قطر(۷.۴۹ سانتی متره)، د مارکیټ وړ ټیوبرونو تر ټولو زیات اوسط وزن (۲۷۹.۷۵ ګرامه)، په هر بوټی کې د نبات تر ټولو زیات حاصل (۵۰۶.۹۱ ګرامه)، په هر پلاټ کې د نبات د حاصل تر ټولو زیات اندازه (۸.۸۵ کیلو ګرامه) او د نبات تر ټولو زیات حاصل فی هکتار (۱۱.۷۹ ټنه) په چې د بزګر له پاره توصیه شوي اندازه نایتروجن لرونکې سره چې په یوځايي توګه د خاورې له لاري استعمال شوي وه تر لاسه شوؤ.



