د وردګ ولایت په سید اباد ولسوالی کې د مالداری د وضعیت ارزونه

نویسندگان

  • پوهندوی روح الله کمال
  • وحدت الله احمدی ۱ـ حیواني علومو څانګه، کرنې پوهنځي، غزني پوهنتون ، غزني، افغانستان ۲ – فارغ التحصیل لیسانس، کرنېز اقتصاد او پراختیا څانګه، کرنې پوهنځي، غزني پوهنتون ، غزني، افغانستان

کلمات کلیدی:

سیداباد ولسوالی؛ مالداري؛ تولیدات؛ اقتصادی ارزونه

چکیده

لنډیز

دا څېړنه د وردګ ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د مالدارۍ او لبنیاتو د وضعیت د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. څېړنه د پنځو کلیو (سالار، تره‌خېل، ملي‌خېل، حسن‌خېل او پټان‌خېل) په کچه د ۱۶۰ مالدارانو له ګډون سره د پوښتنپاڼو او مخامخ مرکو له لارې ترسره شوې ده. راټول شوي معلومات د Excel او SPSS (نسخه 24) په وسیله تحلیل شوي دي. پایلې ښيي چې د څېړنې په ساحه کې د کورنیو د غړو منځنۍ کچه ۱۱.۴ تنه ده، په داسې حال کې چې د کورنیو منځنی میاشتنی عاید ۲۱۰۵۶ افغانۍ او منځنی مصرف ۱۶۰۸۲ افغانۍ ثبت شوی، چې دا د اقتصادي فشار څرګندونه کوي. د پایلو له مخې، تر ۸۰ سلنه زیات ګډون کوونکي په مستقیم یا غیرمستقیم ډول په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو د دودیزو روزنیزو سیستمونو له امله یې تولیدي ظرفیت محدود پاتې شوی دی. غواګانې او چرګان د مالدارۍ تر ټولو عام څاروي دي، او شیدې، غوښه او هګۍ د حیواني محصولاتو اصلي برخې جوړوي. همدارنګه مالدارن د کشمیرې د تولید بالقوه وړتیا نلري. د بازار موندنې په برخه کې، تر ۹۰ سلنه زیات ګډون کوونکي خپل لبني محصولات په غیر رسمي ډول بازار ته وړاندې کوي او منظم قیمت، معیارونه او د پروسس اسانتیاوې شتون نه لري. څېړنه دا پایله اخلي چې د مسلکي روزنې، حیواني روغتیا خدماتو پیاوړتیا، د لبنیاتو د پروسس او د منظم بازار موندنې سیستم رامنځته کول کولای شي د سیدآباد ولسوالۍ د مالدارۍ سکتور د عاید لوړولو، غذایې امنیت پیاوړتیا او د صادراتو د پراختیا لپاره مهم بنسټ برابر کړي.

چاپ شده

2026-08-15