د الزایمر ناروغانو په ذهني فعالیت باندې د فزیکي تمرین اغېزې: میټا تحلیل
Keywords:
Aerobic exercise, Alzheimer’s disease, cognitive function, resistance trainingAbstract
لنډیز
الزایمر ناروغي یوه عصبي تخریبي ناروغي ده چې د حافظې، اجرایوي مهارتونو، او توجه په کمزورتیا سره څرګندیږي او د ناروغانو، کورنیو، او ټولنې لپاره جدي رواني، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې رامنځته کوي، په دې څېړنه کې د الزایمر ناروغانو په ذهني فعالیت باندې د فزیکي تمرینونو (ایروبیک، مقاومت لرونکي، او ګډ تمرینونه) اغیزې څېړل شوې، چې اساسي موخه یې د الزایمر ناروغانو په ذهني فعالیت باندې د فزیکي تمرینونو اغېزې روښانه کول دي. دې موخې د ترلاسه کولو لپاره څېړنه د میټا-تحلیل پر میتود ولاړه ده. لومړني معلومات د بېلابېلو باوري علمي سرچینو، خپرو شوو علمي مقالو او تجربوي مطالعاتو څخه راټول شوي دي. وروسته دا معلومات د سیستماتیک تحلیل له لارې تنظیم او پرتله شوي، په دې کړنلاره کې د ایروبیک، مقاومت لرونکو او ګډو تمرینونو د ډول، شدت، مودې او د غونډو د تکرار (فریکونسۍ) په اړه موجود شواهد یو ځای ارزول شوي. د معلوماتو د پرتلهيیز تحلیل له لارې د تمرینونو تر منځ ورته والی، توپیرونه او د هغوی اغېزمنتیا په علمي ډول تشریح شوې ده. موندنې ښيي چې ایروبیک تمرینونه د حافظې او اجرایي مهارتونو په ښه کولو کې اغیزمن دي، مقاومت لرونکي تمرینونه د اجرایي مهارتونو، پریکړې کولو وړتیاوو او رواني حالت ساتنه کوي، او ګډ تمرینونه د دواړو تمرینونو اغیزونه سره یوځای کوي او د اوږد مهاله، هراړخیزو اغیزو لپاره غوره ګڼل کېږي. د فزیکي تمرین اغیز د هیپوکمپس(Hippocampus) د حجم زیاتوالي، عصبي پلاستیسیت (Neuroplasticity)، د نیوروټروفیک فکتورونو لوړوالي، د مغزي وینې جریان ښه کولو او رواني اغیزو له لارې څرګندیږي.



