په ورزشي سیالیو کې د تاوتریخوالي ټولنیز او کلتوري عواملو تحلیلي څېړنه

نویسندگان

  • پوهنمل محمد یونس اجمیري عمومي بدني روزنې څانګه، بدني روزنه او ورزشي علومو پوهنځی، کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، کابل، افغانستان.
  • پوهندوی خواجه محمد سلیم صدیقي
  • پوهنوال محمد زبیر حبیبي

کلمات کلیدی:

تاوتریخوالی؛ سرغړونه ؛ لوبغاړي، نندارچیان

چکیده

لنډیز

ورزش د ټولنیز او کلتوري جوړښت یوه مهمه هنداره ده چې له سیالۍ، احساساتو او ډله‌ ییز هویت سره تړاو لري. سره له دې چې ورزش د سولې، همکارۍ او سالمې سیالۍ استازیتوب کوي، خو په ورزشي ډګرونو کې د تاوتریخوالي شتون لا هم یوه جدي ټولنیزه ستونزه ده چې د انسان د کلتوري او ټولنیزو اړیکو ژور اړخونه را برسېره کوي. د دې څېړنې موخه  هم د ورزش او تاوتریخوالي ترمنځ اړیکې توضح کول او په ورزشي سیالیو کې د تاوتریخوالي مهارولو او له منځه وړلو لارې روښانه کول دی.  پورته موخې ته د رسېدو لپاره، د څېړنې  معلومات په کیفي ډول د مختلفو باوري او علمي سرچینو لکه د ټولنپوهنې او ارواپوهنې علمي مقالو، تاریخي کتابونو، او همدارنګه مستندو ورزشي تحلیلي راپورونو څخه راټول شوي دي. د څېړنې موندنې څرګندوي چې ورزشي تاوتریخوالی څو اړخیزه ټولنیزه پدیده ده چې ریښې یې د ټولنې اړیکو او فرهنګ، قومي او ملي هویتونو، او همدارنګه « زموږ» او «هغوی» په ډله‌ ییزو تصوراتو کې نغښتې دي. له همدې امله، د دې پدیدې بشپړه له منځه وړل عملي او واقعي نه ښکاري. مګر څېړنه دا هم څرګندوي چې ورزشي تاوتریخوالی د ټولنیزو اصولو، اخلاقي معیارونو، ملي ارزښتونو، حقوقي چوکاټونو او ورزشي قوانینو له لارې د کنټرول، تنظیم او مهارولو وړ دی. سربېره پر دې، رسنۍ، ورزشي فدراسیونونه، تعلیمي بنسټونه او ورزش ادارې د ورزشي تاوتریخوالي په عادي کولو، مشروع کولو او یا د مهارولو په برخه کې بنسټیز رول لري. که رسنۍ تاوتریخوالی د هیجان، شهرت او سوداګریز ارزښت لپاره وکاروي، دا پدیده پیاوړې کېږي؛ خو که یې په انتقادي، تعلیمي او مسؤلانه بڼه انعکاس کړي، د تاوتریخوالي د کمښت لامل ګرځي.

##submission.downloads##

چاپ شده

2026-05-09