په وردګ ولایت کې د خصوصي تشبث د کموالي علتونه څیړل (څېړنیزه مطالعه)
کلمات کلیدی:
تشبث، پانګه ونه، خصوصي تشبت، علتونه، کاري فرصتونه، وردګ ولایتچکیده
لنډیز
د خصوصي تشبث پراختیا د یوې ټولنې په اقتصادي وده کې اساسي رول لوبوي. دا چې وردګ ولایت په زیاته کچه طبیعي او بشري ځواک لري بیا هم د خصوصي تشبثاتو شمېر یې ډیر محدود دی. څېړنه په همدې موخه ترسره شوې چې په یاد ولایت کې د خصوصي تشبث د کموالي علتونه راوسپړل شي او د ودې لپاره یې لارې چارې وړاندیز شي. دا چې په کیفي ډول راټوله شوې ډیټا د تحلیل په موخه کود ګذاري شوې نو معلوماتو ته په کتو دا یوه کیفي او کمي او هدف ته په کتو بیا تحلیلي او تشریحي څېړنه ده؛ چې لومړی لاس معلومات یې د پوښتنلیک له لارې راټول شوي او دویم لاس معلومات یې بیا د معتبرو علمي مقالو څخه ترلاسه شوي دي. د څېړنې په جمعیت کې د صنعت او تجارت ریاست او 10 تولیدي فابریکې شاملیږي چې دوی د تشبث په برخه کې عملي پوهه او تجربه لري او له بلې خوا 15 تنه د پوهنتون مسلکي استادان او 94 تنه محصلین شاملیږي چې دوی په یاده برخه کې غوره نظري پوهه لري چې ټول تعداد یې 120 کسان کیږي. د 95% باور او 5% خطا کچې په نظر کې نیولو سره Simple size Calculator په مرسته د جمعیت له هر قشر څخه په تصادفي 92 کسان د نمونې لپاره ټاکل شوي دي چې د پوښتنلیک معلومات بیا د SPSS 26 سافټ ویر په مرسته د مختلفو میتودونو (and Descriptive Statistics One-Sample T-Test Cronbach Alpha) تحلیل شوې. د څېړنې پایلې ښیي چې د خصوصي تشبث د کموالي علتونه په درېیو برخوویشل شوی چې په لومړی کټګورۍ کې بهرني علتونه په اوسط ډول 4,46956 په دویمه کټګورۍ کې داخلي علتونه په اوسط ډول 4,42608 او په درېیمه کټګورۍ کې بیا د دولت اقتصادي پالیسۍ په اوسط ډول 4,29892 د خصوصي تشبث پر وړاندې اشد خنډونه ګڼل کیږي.



