په اسلامي ټولنه کې سود او د هغه زیانونه څېړل

نویسندگان

  • نوماند پوهنیار ضیاء الحق فاروق فقه او قانون دیپارتمنت، شرعیاتو پوهنځی، وردګ پوهنتون، وردګ، افغانستان
  • پوهنیار حشمت الله راشد
  • نوماند پوهنیار شفیع الله سعیدي

کلمات کلیدی:

سود، سود علت، ربا الفضل، ربا النسیئه

چکیده

لنډیز

دا څېړنه د اسلامي شریعت له لیدلوري د سود د دیني، اقتصادي او ټولنیزو زیانونو د تحلیل په موخه ترسره شوې ده. څېړنه د کیفي څېړنیزې تګلارې پر بنسټ ولاړه ده او د معلوماتو د راټولولو لپاره د متني  تحلیل میتود کارول شوی، چې په کې د قرآن کریم آیتونه، نبوي احادیث او اړوند فقهي او اقتصادي علمي سرچینې تر څېړنې لاندې نیول شوي دي. د معلوماتو تحلیل د موضوعي تحلیل له لارې ترسره شوی دی.  د څېړنې موندنې ښيي چې په اسلامي شریعت کې سود هغه زیاتوالي ته وايي چې په مالي مبادله کې له عوض پرته د متعاقدینو د یو تن لپاره شرط وګرځول شي. او همدارنکه  په  اسلامي شریعت کې د سود معامله له ډیرو سختو حرامو څخه شمېرل کیږي، او د سود د اخستوونکي لپاره  په قران کریم او نبوي احادیثو سختې سزاءګانې ( وعیدونه ) راغلي دي، د سود اخیستل او ورکول دواړه ډوله منع دي؛ ځکه چې دا د ټولنیز عدالت ، ورورولی او د اقتصادي توازن خلاف عمل دی، همدارنګه، پایلې څرګندوي چې سود د شتمنو او بېوزلو تر منځ واټن زیاتوي او د اقتصاد په برخه کې  انفلاسیون (د قیمت لوړوالی) ته لار هواروي، سود نه یوازې دیني  زیانونه  لري بلکې اقتصادي او ټولنیز زیانونو د رامنځته کېدلو سبب کېږي لکه فقر، بېوزلی او د انسانانو تر منځ بې باوري، حسد، دښمني، اقتصادي بې ثباتي او اخلاقي زوال. څېړنه څرګندوي چې اسلامي شریعت د سود پر ځای د حلالو اقتصادي معاملو لکه تجارت، مضاربت او شراکت لارښوونه کوي، څو یو عادلانه، متوازن او باثباته اقتصادي نظام رامنځته شي. په پایله کې، د سود پرېښودل د فردي او ټولنیز نجات سبب ګرځي او د سالم اقتصادي نظام د ټینګښت لپاره بنسټیز اهمیت لري.

##submission.downloads##

چاپ شده

2026-05-09