په افغانستان کې د سرطان د ۲۶مې کودتا د بهرنیو عواملو په اړه د تاریخي روایاتو تحلیل

نویسندگان

  • څېړنیار سیدمحمدصادق سادات د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړی

کلمات کلیدی:

کودتا، لامولونه، رقابتونه، بدلونه

چکیده

لنډیز

د سرطان د ۲۶مې نېټې کودتا د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي، یاده کودتا د محمد داود خان په مشرۍ تر سره شوه، خو دې کودتا د ګڼو کورنیو لاملونو تر څنګ یو شمېر بهرني لاملونه له ځان سره درلودل چې په اړه یې کورنیو او بهرنیو لیکوالانو او څېړونکو بېلابېل تاریخي روایتونه نقل کړي دي. د یادو تاریخي روایاتو ترمنځ واضح توپیر لیدل کېږي له همدې امله اړتیا لیدل کېده چې یاده موضوع د یو ټاکلي سرلیک لاندې وڅېړل شي. په دې څېړنه کې د سرطان د کودتا د بهرنیو لاملونو په باب د تاریخي روایاتو تحلیل په بې پرې توګه څېړل شوی او د روایتونو تر منځ د نظر د یووالي او اختلاف ټکي روښانه شوي دي. دغه راز په دې څېړنه کې د یو شمېر ځانګړو سرلیکونو په واسطه یاده موضوع څېړل شوې ده او دا موضوع په سریزې، د موضوع موخه، مبرمیت، پخوانیو آثارو ته کتنه، د سمې او نړۍ د حالاتو بدلون، په کودتا کې د شوروي هېواد موخې، په کودتا کې د شوروي هېواد د مداخلې د رد، د ناپېیلتوب غورځنګ، مناقشه، پایله، وړاندیزونو او ماخذونو سره راټوله شوې ده.

##submission.downloads##

چاپ شده

2026-05-09