د لیکوالانو لارښود

علمي مقالو د لیږلو لارښود

لومړۍ برخه: عمومي لارښوونې

  1. علمي مقالې د هر څیړونکي د اصلي کار په توګه باید د څیړنې اساس ولري او په بل ځای کې خپره شوې نه وي.
  2. علمي مقاله باید له هر ډول ادبي غلا څخه پاکه وي.
  3. د علمي مقالې طرز او لیکنه باید معیاري وي او له املائي او ګرامري غلطیو څخه پاکه وي.
  4. د علمي مقالو په لیکلو کې په عمده توګه معتبر علمي سرچینې کارول کیږي او کارول شوي سرچینې له 15 څخه کم نه وي.
  5. یوه علمي څیړنیزه مقاله باید دغه برخې ولري لکه: ۱- سرلیک، ۲- د لیکوال پېژنده، ۳- لنډیز، ۴- کلیدي کلمې، ۵- سریزه، ۶- مواد او د څېړنې میتود (د فرعي سرلیکونو سره لکه د مطالعې ساحه؛ معلومات څنګه راټولیږي؛ د معلوماتو تحلیل) ۷- څېړنې موندنې، ۸- بحث، ۹- پایله ۱۰- اخذلیکونو فهرست.
  6. د علمی مقالې لنډیز باید له 150 څخه تر 250 کلمو ډیر نه وي. د لنډیز برخې لکه: د موضوع پیژندنه، هدف، د څېړنې میتود، موندنې او پایله باید یوازې په یوه پراګراف کې ترتیب شي. که لنډیز د ټاکل شوي معیارونو څخه تیر شي، دا ممکن د مقالې د نه خپرولو لامل شي.
  7. د مقالو خط باید Bahij Zar وي.
  8. د مقالې د سرلیک اندازه (12 بولډ)، د مقالې د برخو اصلي سرلیکونه (12 بولډ)، فرعي سرلیکونه (12 نورمال) او د مقالې متن اندازه 12 نورمال وي.
  9. د جدولونو د کرښې اندازه، ګرافونه باید د مقالې د اصلي متن څخه دوه اندازې کوچنۍ وي.
  10. د اخځلیکونو د لیست اندازه باید د مقالې د اصلي متن څخه دوه اندازې کوچنۍ وي.
  11. د فوټ نوټونو د فونټ اندازه باید د مقالې له اصلي متن څخه دوه اندازې کوچنۍ وي.
  12. د APA طریقه د متن دننه حواله کولو او د اخځلیکونو لیست په تألیف کې کارول کیږي.
  13. د جدول په سر کې د جدول پیژندنه او د انځورونو او ګرافونو پیژندنه د ګراف لاندې تنطیم شي، (نمونې مراجعه وشي).
  14. ګرافونه او جدولونه باید د سمون وړ وي.
  15. ټولې مقالې باید د Word په فارمټ کې را واستول شي او یونیم سانتي په اندازې ځای په څلور اړخونو کې ورته په پام کې ونیول شي.
  16. مقاله باید په وزیري سایز(۱۷x۲۴) ورقه کې ترتیب شي.

دویمه برخه: لومړني مشخصات

۱. د مقالې سرلیک باید واضح او مشخص وي.

۲. د سرلیک لاندې باید د لیکوال معلومات او پته په دري یا پښتو ژبه ولیکل شي.

۳. اړونده اداره، ډیپارټمنټ او پوهنتون باید په روښانه ډول مشخص شي.

۴. د لیکوال برېښنالیک پته باید ذکر شي.

۵. د مسؤل لیکوال د اړیکې شمېره باید په مقاله کې شامله وي.

۶. لنډیز او ټول هغه معلومات چې په لنډیز کې ذکر کېږي باید په نړیواله ژبه (انګلیسي) وړاندې شي.

دریمه برخه: د مقالې جوړښت او برخې

  1. د دې لارښود د دویم بند پر بنسټ، لنډیز باید د 150 تر 250 کلمو ترمنځ وي.
  2. کلیدی کلمې باید په نړیواله، دري او پښتو ژبو کې د الفبا د حروفو پر بنسټ یو شان وي.
  3. په سریزه کې باید د موضوع علمي پېژندنه، د څېړنې شالید او اساسي جزئیات، د موضوع اهمیت، د موجوده علمي کارونو لنډه ارزونه، او د څېړنې موخه په واضح او منظم ډول بیان شي. همدارنګه، اړینه ده چې په سریزه کې د معتبرو علمي سرچینو او مراجعو حوالې هم شاملې وي، څو د موضوع علمي بنسټ او اعتبار څرګند شي.
  4. د کار میتولوژی او مواد باید د دې لارښود د لومړي بند مطابق تنظیم شي.
  5. د څېړنې موندنې باید د امکان په صورت کې د ارقامو او جدولو کې ترتیب شي.
  6. بحث (ستاسو مطالعه د نورو مطالعې سره پرتله کول او د سرچینو په شمول مهم مقایسه قضیې او ممکن د څیړونکي وړاندیزونه پکې شامل وي).
  7. پایلې (باید د یوې پراګراف په څېر لنډې د 100 تر 200 کلمو زیات نه وي.
  8. سرچینې (د APA سټایل سره) له 15 څخه کم نه وي، ټولې سرچینې باید معتبرې وي.

یادونه:  د یو  Systematic Review (مروری) مقالې لاندې برخې لري:

سرلیک، د لیکوال پیژندنه او پته، لنډیز، کلیدي کلمې، سریزه، میتودولوژی، د یوې ځانګړې موضوع په اړه د تیرو څیړنو هر اړخیزه کتنه ترڅو ټول قضیې په دقت سره څېړل شوي وي او د پایلې لنډیز څومره چې ممکنه وي د 200 کلمو څخه زیات ونه لیکل شي.

جدول باید په APA  ډول ترتیب شي لکه لاندې جدول

د انځور او ګراف نمونې

شکل 1.  الف او ب په ترتیب باندی در اوبو د اوبو د TDS ښکارندوی دی

د APA اخذلیکونو نمونه:

  • کتاب: موسوی، حسین. (۱۳۹۹). نظریه ادبی: دیدگاه‌ها و رویکردها. انتشارات دانشگاه تهران.
  • د مجلو مقاله: افشاری، علی. (۱۳۹۷). نقد و بررسی کتاب‌های ادبی. فصلنامه علمی ـ پژوهشی ادبیات فارسی، ۵(۲)، ۱۲۳–۱۳۵.
  • انلاینه مبع: محمدی، فهیم الله. (۱۳۹۵). تاریخچه ادبیات فارسی. وب‌سایت ادبیات فارسی. (آدرس وب‌سایت)
  • منوګراف رساله: کاظمی، محمد. (۱۳۹۸). مفهوم دین در اشعار مولوی (پایان‌نامه کارشناسی ارشد، دانشگاه شهید بهشتی).

د انګلیسی ژبی اخذلیکونه

  • Book: Smith, J. D. (2010). The Power of Habit. Random House.
  • Journal Article: Johnson, A. B., & Williams, C. D. (2018). The Effects of Climate Change on Polar Bears. Environmental Science Journal, 15(3), 102-115.
  • Online Source: Brown, K. M. (2015). The Impact of Social Media on Mental Health. Psych Central. URL: [website address].
  • Thesis: Miller, R. L. (2019). The Role of Leadership in Organizational Change (Doctoral dissertation). University of California, Los Angeles.