په وردګ ولايت کې د ادبي، فرهنګي او ټولنيزو سيمينارونو څېړنه

لیکوالان

  • پوهنیار عبدالوکیل حبیبي د پښتو ژبې او ادب څانګه، د ښوونې او روزنې پوهنځی، پکتیکا پوهنتون، پکتیکا، افغانستان

کلیدي کلمې:

سيمينار ، وردګ ولايت، ورکشاپ، کنفرانس، عبدالعلي مستغني

خلاصون

لنډیز

د سيمينار نوم په مختلفو شکلونو ليدلی شو، لکه سيمينار/ سېمنار، سمنار، سمينار، خو مفهوم يې يو دی، چې د يوې موضوع په باب د پوهانو د بحث او تحقيق غونډې ته وايي،  سمپوزيوم هغه علمي مجلس ته ويل کېږي، چې د يوې ځانګړې ډلې له لوري په يوه خاصه موضوع خبرې اترې کېږي، کنفرانس هغه غونډې، وينا او خطابې ته وايي، چې د یوې ځانګړې مسئلې د علمي بحث او تحلیلي څېړنې له پاره جوړه شوی وي، ورکشاپ هغه غونډه ده، چې موضوع يې واحده وي، له عمومي ويناوو څخه وروسته ګډون کوونکي په ګروپونو، وېشل کېږي، هر ګروپ د خپل کار پايله په لنډه توګه حاضرينو ته اوروي او معمولاً ښوونيزه بڼه لري او کنفرانس دې ته وايي، چې پر يوې جدي موضوع بحث او مشوره وي، د دغه څېړنې هدف په وردګ ولايت کې د ادبي، فرهنګي او ټولنيزو سيمينارونو څېړنه ده، چې په پايله کې دوه سيمينارونه د کمي څېړنې په آساس څېړل شوي، چې يو د معاصر ليکوال عبدالعلي مستغني د اتيايم تلين سيمينار دی، يوازې د دوو مقالو نومونه يې لاسته راغلي، بل وردګ د تاريخ په بهير کې سيمينار دی، له نيکمرغه مقالې يې د (( وردګ، وردک، ويهاردک، وياردک )) په نامه ټولګه کې چاپ شوې دي.

Downloads

خپور شوی

2026-05-09