د توسعې ژورنالېزم د معيارونو له مخې د قوشتپې کانال د رسنيز پوښښ شننه
کلیدي کلمې:
د توسعې ژورنالېزم، رسنۍ، رسنیز پوښښ، قوشتپې کانالخلاصون
لنډیز
خلک هغه وخت په پرمختیایې پروګرامونو کې ګډون کوي چې د یادو پروګرامونو سره د دوی علاقمندي پیدا شي او د خپل ژوند له پرمختک سره یې تړلي وګڼي، نو همدا رسنۍ دي چې له پرمختیایي پروګرامونو سره د خلکو مینه او لیوالتیا پیدا کوي. د توسعې ژورنالېزم د معیارونو په اساس، رسنۍ پرمختیايي پروګرامونو ته د ارزونکو او تحقیقي راپورونو په ډول پوښښ ورکوي، د دې څېړنې اساسي هدف د توسعې ژورنالېزم د اتو (8) معيارونو په اساس د آشنا، بي بي سي راډیو ګانو ، شمشاد او ملي ټلویزیونو د رسنيزې منځپانګې تحليل دی. نوموړې يوه کيفي څيړنه ده، چې د قوشتپې دکانال مربوط پنځوس (۵۰ ) رسنيز شوي مطالب په کې په تصادفي ډول د تحلیل په موخه ټاکل شوي دي. د څېړنې موندنې دا په ډاګه کوي ، چې آشنا راډیو د قوشتپې کانال اړوند موضوعاتو ته د نورو رسنیو په پرتله ډېر پوښښ ورکړی دی. يادو رسنیو د قوشتپې کانال اړوند په خپلو خپرو شو مطالبو کې (40.92) سلنه د توسعې ژورنالېزم معيارونو ته پاملرنه کړي. په عمومي ډول په خلکو باندې د پرګرامونو تأثیر او د خلکو اړتياوو ته پاملرنه هغه معيار دی چې په تحلیل شوي رسنيز پوښښ کې يادو رسنيو ورته 91.43 سلنه ارزښت ورکړی، چې په ټوله منځپانګه کې د لوړ رسنيز ارزښت ښودنه کوي. په نورو ساحو کې توسعې د اصولو پرتله کول او د لومړنيو او ترسره شوو طرحو پرتله د توسعې په ژورنالېزم کې هغه دوه معیارونه دي، چې له مخې يې رسنۍ د دولت ابتکارات او ستراتیژيکې پروژې ارزوي او راپور څيړنیز اړخ خپلوي، مګر د څېړنې پايلې څرګندوي چې نوموړو معيارونو ته یادو رسنيو تر ټولو ټيټ ارزښت ورکړی دی لوړې رسنیزې پاملرنې ښکارندویي کوي. برعکس، د توسعې د اصولو پرتله کول او د لومړنیو او عملي شوو طرحو ترمنځ مقایسه هغه دوه معیارونه دي چې رسنۍ ورسره د دولت ابتکارات او ستراتیژیکې پروژې په تحلیلي او تحقیقي ډول ارزوي، خو څېړنې څرګندوي چې یادو رسنیو دغو معیارونو ته تر ټولو لږ ارزښت ورکړی دی.



