د وردګ پوهنتون د علمي څېړنو پالیسي

لیکوالان

  • پوهاند دوکتور خیبر سیفي د بیولوژۍ څانګه، د ښوونې او روزنې پوهنځی، وردګ پوهنتون، افغانستان
  • پوهندوی حزب الله بهیر

خلاصون

لنډیز

د وردګ پوهنتون د علمي څېړنو پالیسي د پوهنتون د څېړنیزو بنسټونو پیاوړتیا، د علمي فعالیتونو منظم مدیریت، او د هېواد د علمي او ټولنیز پرمختګ لپاره د باکیفیته او دوامداره څېړنیزو پایلو د رامنځته کولو په موخه ترتیب شوې ده. دا پالیسي د یو جامع ستراتېژیک چوکاټ په توګه د نوښتګرو بنسټیزو علمي  او عملي څېړنو لپاره مناسب چاپېریال رابروي او پوهنتون پّه داخلي او سیمه‌ییزې کچه باوري علمي مرجع ګرځوي. دا پالیسي د معیاري څېړنیز چاپېریال رامنځته کول، د اصولو او کړنلارو روڼتیا، د څېړنیزو اخلاقو ساتنه، اکاډمیکه ازادي، داخلي او نړیوالو همکاریو پراخول، او څېړنیزو پایلو ته د ازاد لاسرسي ملاتړ په موخه ترتیب شوې ده. سربېره پر دې، دا پالیسي د څېړنیزو مرکزونو، لابراتوارونو، برېښنايي کتابتونونو، کرنیزو فارمونو او نوې ټکنالوژۍ د کارونې لپاره لومړیتوبونه ټاکي، تر څو د څېړنو کیفیت او اغېزمنتیا لوړه کړي. دغه سند پر علمي صداقت، شفافیت، مسوولیت‌پذیرۍ او د بشري حقونو درناوي باندې ټینګار کوي او څېړونکو ته مالي، فني او مشورتي ملاتړ برابروي. همدارنګه پوهنتون ته د داخلي او نړیوالو څېړنیزو پروګرامونو د اغېزمن ګډون فرصتونه برابروي. د وردګ پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت او د څېړنو آمریت ژمن دي چې د دې چوکاټ په رڼا کې د څېړونکو وړتیاوې لوړ کړي، د څېړنو فرهنګ پیاوړی کړي، او څېړنیز فعالیتونه د داخلي اړتیاوو او دوامدار پرمختګ له موخو سره په بشپړه همغږۍ پرمخ یوسي، تر څو پوهنتون د هېواد په علمي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مهمه ونډه ولري. دا پالیسي د وردګ پوهنتون د علمي شورا د (۸) مه ګڼه پرېکړې له مخې د۱۸/۱۲/ ۱۴۰۴ کال د نېټه تصویب شوې ده.

Downloads

خپور شوی

2026-05-09