د حبوباتو پایښت لرونکي تولید لپاره د کرنیز مدیریت اصلاح شوې عملیې

Authors

  • پوهنمل نور محمد احمدي اګرانومي دیپارتمنت ، کرنې پوهنځی، وردګ پوهنتون، میدان وردګ، افغانستان
  • پوهنیار عبدالبصیر ترابي
  • پوهنیار محمدجان آرین

Keywords:

حبوبات، سایبین، فاسفورس، وده او حاصل

Abstract

لنډیز

حبوبات د کرنیزې پراختیا، تولید او اقتصادي ارزښت له مخې تر غله جاتو، غوړلرونکو دانه بابو وروسته مهم نباتات او د افغانستان له کرنې نه بېلدونکې برخه ګڼل کېږي. د پروټین او انرژۍ بډایه سرچینه ګڼل کیږي. افغانستان د حبوباتو د کرنیز سیستم او تولید لپاره وړ اقلیمي شرایط لري، خو د اړتیا وړ حبوبات له بهره واردوي چې د صادراتو او وارداتو ترمنځ یې توپیر ۸۹۶۶۰  ټنه دی. د دې خلا د ډکولو لپاره ډیر پروګرامونه په لاره اچول شوي، په ځانګړي ډول د حبوباتو په برخه کې چې د غذائي خونديتوب لپاره لومړنۍ اړینه هڅه کڼل کېږي. په لوړه کچه د حبوباتو تلپاتې تولیدي وړتیا لوړول، د کم ارزښته حبوباتو لپاره د تکنالوژۍ پراختیا او پرمختګ او په پراخه کچه د مخکښو بزګرانو په واسطه د هغو منل ډېرو هڅو او کوښښونو ته اړتیا لري. د حبوباتو د کرنې او مدیریت اصلاح شوې عملیې، د خاورې حاصلخیزي، د آفاتو د هر اړخیزه مدیریت عملیې او نور، د حبوباتو په تکنالوژۍ،  توانمندۍ او غنامندۍ پورې اړه لري چې د حبوباتو تولیدي وړتیا او ګټورتوب زیاتوي او د غذائي خوندیوالي ترڅنګ د چاپیریال او ټولنیز ثبات د خوندیتوب تضمین کوي. د مختلفو اګرانومیکي څېړنو کرنیزې اصلاح شوې عملیې لکه د اصلاح شوو ورايټیو کرل، د جویچو او قطار په طریقه کرنه، د ژوندیو سرو (Bio-fertilizes) استعمال، د ودې په مهمو مرحلو کې د للمینو ساحو پر نباتاتو د سرو پاشل، د لومړنیو غذائي عناصرو ترڅنګ د دوهمو او کم مصرفه عناصرو علاوه کول او د هرزه بوټو او آفاتو د هراړخیزه مدیریت په موخه د منلو وړ عملیې پلي کول او داسې نورو په ګوته کړې چې د حبوباتو د تولیدي وړتیا په لوړوالي کې ډېر ارزښت لري. د پالیسي جوړونکو، کرنیزو ساینس پوهانو او د فارم لرونکو لپاره یوه ستره ستونزه دا ده چې د حبوباتو د تولیدي وړتیا د زیاتوالي په موخه اصلاح شوې تکنالوژي استعمال او ملي او محلي اړتیاوې راکابو کړي. دلته د نباتاتو د مدیریت بېلابېلو اصلاح شوو ارزښتمنو عملیو ته کتنه شوې، ترڅو د حبوباتو د تولید وړتیا لوړولو سره د حبوباتو د تلپاتې تولید لپاره څېړنیز لومړیتوبونه روښانه شي.

Published

2026-05-15