د کاسني بوټي پېژندنه او غذايي ارزښت
Keywords:
کاسني، غذایي ارزښت، څوکلن، معتدله، وچې سیمې، ترخه، زهکښي او درملنهAbstract
لنډیز
کاسني څوکلن واښه يې لرګين ډوله بوټی دی، معمولآ ګلان يې آبي روښانه رنګ لري. د دي بوټی اصلي ټاټوبی د اروپا او د افريقا ځيني سيمي دي، لاکن د نړي په معتدله او يا لږ وچو سيمو کې يې پراختيا موندلی دی. په اروپا کې د کاسني د ريښو څخه د قهوي پرځای کار اخيستل کيږي. د کاسني بوټی په نورمال ډول په آزادو سيمو، خرابو خاورو، لوڅو سيمو، ويالې، کرنيز سيمو او د سړکونو پر څنډو کې په خپل سر وده کوي. کاسني په عمده ډول د څارویو په خواړو کې کارول کیږي، مګر په ډیری قضیو کې د خواړو په صنعت کې هم د سلاد، چای او قهوه په توګه کارول کیږي. نن ورځ د انیولین د تولید د سرچینې په توګه د خواړو په تولید کې د کاسني په کارولو کې ډېریدونکې علاقه شتون لري. ځینې مرکبات چې په کاسني کې شتون لری، لکه پولیفینولونه (polyphenols)، انیولین (Inulin)، اولیګو فرکتوز (oligofructose) او لاکتونون سیسکویت ((sesquiterpene lactones ممکن د خوراکې توکو د احتمالی لیږدونکی په توګه وپیژندل شي. دا بوټی بشپړ لمر ته ترجيح ورکوي مګر د لږ سيوري سره مقاومت لري، ښه زهکښي شوي خاوره خوښوي او د تندي سره کلکوالی لري. د کاسني د بوټي ټولي برخې ډيري ترخې دي او ټول بوټی د خوراک او درملو لپاره استعماليږي. د کاسني بوټی په طبيعي ډول وده کوي او حاصل یې ټوليږي، مګر د زينتي موخې لپاره کرل ګيږي. د کاسني پاڼي د نورو خوراکې توکو سره يو ځاي پخيږي او يا د سلاد سره استفاده کيږي. د کاسني ريښي وروسته له پخيدو او ټوټي کولو څخه د قهوي پر ځاي استعمالیږي. د کاسني د ريښو او پاڼو له شيرې څخه درمل جوړيږي.



