په قسمي ډیفرانسیل معادلو کې د هانکل د تبدیل کارونه
Keywords:
د هانکل بدلون، بیسیل تابع، استوانوي او قطبي مختصات، قسمي دیفرانسیل معادلې، دایروي تناظر، لاپلاس معادله، سرحدي شرایطAbstract
لنډیز
د هانکل بدلون یو مهم انتگرالي بدلون دی چې هسته یې د بیسیل تابعګانو پر بنسټ تعریف شوې ده او په ځانګړي ډول د هغو قسمي ډیفرانسیل معادلو د حل لپاره کارول کېږي چې په استوانوي او قطبي مختصاتو کې تعریف شوې وي او د یوه محور په اړه تناظر ولري. په دې څېړنه کې د هانکل بدلون د هغو قسمي ډیفرانسیل معادلو د حل لپاره کارول شوی چې د حل ساحه یې تر بېنهایته غځېدلې وي او حل یې باید محدود پاتې شي. په مقاله کې لومړی د هانکل بدلون اساسي تعریفونه، ځانګړتیاوې او معکوسه اړیکه څېړل شوې، وروسته د سرحدي ارزښت لرونکو مسایلو، لاپلاس معادلې، او د تودوخې د انتقال ځینې عملي مثالونه د هانکل بدلون په مرسته حل شوي دي. د دې میتود په وسیله قسمي ډیفرانسیل معادلې په عادي ډیفرانسیل معادلو بدلېږي، چې حل یې نسبتاً آسانه او محاسبوي پلوه اغېزمن وي. د څېړنې پایلې څرګندوي چې هانکل بدلون د محوري تناظر لرونکو او نامحدودو ساحو لرونکو فزیکي او انجینري مسایلو لپاره یو اغېزمن، دقیق او عملي تخنیک دی، چې نه یوازې محاسبات ساده کوي، بلکې محدود او فزیکي مفهوم لرونکي حلونه هم وړاندې کوي.



