د میدان وردګ ولایت تر اقلیمي شرایطو لاندې د رومي بانجانو په وده او حاصل باندې د چرګانو سرې د بېلابېلو اندازو اغېزې
کلیدي کلمې:
رومي بانجان، وده، حاصل، د چرګانو سرهخلاصون
لنډیز
دا علمي ساحوي څېړنه د ۱۴۰۲ ه ل کال په جریان کې د وردګو لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې پوهنځي په څېړنیز فارم کې ترسره شوې ده، ترڅو د عضوي (چرګانو) سرې د بېلابېلو اندازو اغېزې د رومي بانجانو په وده او حاصل باندي مطالعه کړي. څېړنه په بشپړ تصادفي بلاک ډیزاین (RCBD) کې د څلورو ترتمنتونو په لرلو سره، لکه: T1 (کنټرول یا د چرګانو له سرې پرته)، T2 (۵ ټنه د چرګانو سره)، T3 (۷.۵ ټنه د چرګانو سره) او T4 (۷.۵ ټنه د چرګانو سره) او دریو (۳) تکرارونو کې ترسره شوې ده. د ودي او حاصل اړوند د بېلابېلو پارامترونو له مشاهدو ارقام راټول او ثبت شول. لاسته راغلي ارقام په منظمه توګه تحلیل او تجزیه شوي دي. د چرګانو سرې د بېلابېلو ترتمنتونو په منځ کې له T4 ترتمنت (۷.۵ ټنه د چرګانو سره) څخه د نبات تر ټولو لوړه اندازه ۷۳,۳۴۳ سانتي متره، د ښاخونو زیات شمېر ۱۰,۸۹۰ دانې، په نبات کې د پاڼو زیات شمېر ۷۶,۷۹۰، د پاڼې تر ټولو ډېر قطر ۱۳,۸۱۰ سانتي متره، د پاڼې ډېر اوږدوالی ۲۹,۸۶۳ سانتي متره، په کلستر کې د ګلانو زیات شمېر ۱۳,۷۹۰، په کلستر کې د مېوې زیات شمېر ۱۰,۴۹۷ دانې، په نبات کې د مېوې زیات شمېر ۷۴,۰۸۳ دانې، د مېوې تر ټولو ډېر اوږدوالی ۴,۷۶۷ سانتي متره، د مېوې تر ټولو زیات قطر ۶,۳۸۷ سانتي متره، د مېوې زیات حاصل في نبات ۳,۸۸۵ کیلو ګرامه، دمېوې زیات حاصل فی پلاټ ۶۱,۸۷۸ کیلوګرامه، د مېوې زیات حاصل في هکتار ۶۴,۵۲۷ ټن ترلاسه شوی دی. د دې څېړنې له پایلو څخه څرګنده شوه چې په T4ترتمنت کې د سرې یادې اندازې د پام وړ اغېزې لرلې، له بلې خوا لومړي ترتمنت کې چې هېڅ ډول سره په کې نه ده کارول شوې، د نورو په پرتله یې تر ټولو ټيټ حاصل ورکړی دی.



