د خطي کسري دیفرانسلي معادلو د حل لپاره د تغیر تکرار منونکي او هوموتوپي انالیز نیمه تحلیلي میتودونو پرتله
کلیدي کلمې:
خطي کسري دیفرانسیلي معادلې؛ نیمه تحلیلي میتودونه؛ تغیر تکرار منونکی میتود؛ هوموتوپي انالیز میتودخلاصون
په دې څېړنه کې د خطي کسري تفاضلي معادلو د حل لپاره دوه نیمهتحلیلي مېتودونه، یعنې د تغیر تکرار مېتود او د هوموتوپي انالیز مېتود، سره پرتله شوي دي. د دې پرتلهکولو بنسټ د خطا د کمېدو کچه، د مېتودونو ثبات، او د بېلابېلو ډولونو معادلو پر وړاندې د هغوی اغېزمنتیا ده. په دې څېړنه کې د یادو مېتودونو قوي او کمزورې ټکي په تفصیلي ډول وړاندې شوي دي. د ورکړل شويو بېلګو، جدولونو او ګرافونو په وسیله دواړه مېتودونه ارزول شوي او د دقیق حل سره پرتله شوي دي، چې دا محاسبوي بهیر د MATLAB سافټویر په مرسته ترسره شوی دی. د څېړنې د موخو د ترلاسه کولو لپاره کیفي ـ تحلیلي څېړنیز مېتود کارول شوی دی. پایلې څرګندوي چې د خطي کسري تفاضلي معادلو د تقریبي حل د ترلاسه کولو په موخه، د h کنټرول کوونکي پارامتر د دقیق ټاکلو په صورت کې، د هوموتوپي انالیز نیمهتحلیلي مېتود لوړ دقت لري او خطا یې کمه ده. په داسې حال کې چې د تغیر تکرار مېتود لپاره د دقیق لاګرانژ ضریب موندل زیات وخت او اضافي محاسبوي مرحلو ته اړتیا لري، چې دا چاره د یاد مېتود اغېزمنتیا راکموي.



