د خطي سیستمونو د حل لپاره د LU تجزیوي مستقیم او ګاوس-سایدل تکراري میتودونو پرتله

لیکوالان

  • پوهنیار حفیظ الله امینی
  • پوهنیار محمداسلم صالحی
  • پوهنیار نورالرحمن هاشمی ریاضي څانګه ، ښوونه او روزنه پوهنځی، وردګ پوهنتون، وردګ، افغانستان

خلاصون

د خطي سیستمونه د عصري علومو په بېلابېلو برخو کې کارول کیږي، چې ډېری عملي ستونزې د خطي سیستمونو په مرسته موډل کېږي. د دغو سیستمونو د حل لپاره بېلابېل میتودونه کارول کېږي چې په عمومي ډول په مستقیمو او تکراري میتودونو وېشل شوي دي. د دې مقالې اصلي هدف د خطي سیستمونو د حل لپاره د LU تجزیوي مستقیم  میتود او د ګاوس–سایدل تکراري میتود مقایسه کول دي، تر څو د هر میتود عملي وړتیاوې او محدودیتونه وښيي. پایلې څرګندوي چې د ګاوس–سایدل میتود د لویو او ځانګړي جوړښت لرونکو سیستمونو لپاره د چټکتیا، لږ حافظوي مصرف او محاسبوي ساده‌والي له امله اغېزمن دی، په داسې حال کې چې د LU تجزیوي میتود د کوچنیو سیستمونو او هغو مسئلو لپاره چې لوړ دقت ته اړتیا لري، دقیق حل وړاندې کوي. څېړنه ښيي چې د حل میتود انتخاب د سیستم د اندازې، جوړښت او دقت پورې تړاو لري.

Downloads

خپور شوی

2026-08-15