د وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د قلعه سنګي سیمې د کرومايټو پتروګرافیکي او جیوکېمیاوي ځانګړتیاوو څېړنه

لیکوالان

  • پوهنیار امان الله دانشمل
  • پوهنمل ضیاء الرحمان عالمي
  • پوهنمل عبدالباري قانت جیولوجي او کانونو څانګه، ساینس پوهنځی، ننګرهار پوهنتون

کلیدي کلمې:

کرومایټ، ماورای قلوي ډبرې، پتروګرافي، جیوکیمیا، ، قلعه سنګي، نرخ ولسوالۍ.

خلاصون

لنډيز

دا څېړنه د وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د قلعه سنګي په سیمه کې د کرومایټ لرونکو ماورای قلوي ډبرو د پتروګرافیکي او جیوکېمیاوي ځانګړتیاوو د مطالعې او څېړنې په موخه ترسره شوې ده. د څېړنې د موخې د ترلاسه کولو لپاره کتابتوني، ساحوي او لابراتواري مېتودونه کارول شوي دي. د ساحوي مطالعاتو پر مهال د ماورای قلوي او ګاونډیو ډبرو لس نمونې د یو علمي جیولوجیکي مکانیزم پر بنسټ اخیستل شوې دي او د پتروګرافیکي مایکروسکوپ او XRF انالیزونو په وسیله وڅېړل شوې. د پتروګرافیکي څېړنو پایلو څرګنده کړه چې د سیمې ډبرې ماورای قلوي ترکیب لري او عمده منرالونه یې اولیوین، پیروکسین او کرومیت دي. همدارنګه د ډبرو تکسچر کتلوي بڼه لري او بېلابېل سترکچرونه پکې لیدل کېږي. د جیوکېمیاوي آزمایښت پایلو وښودله چې په نمونو کې مګنیزیم (۳۲٪)، سلیکان (۲۳٪) او کروم (۲۰٪) تر ټولو ډیره اندازه لري، په داسې حال کې چې اوسپنه او المونیم هر یو یې ۶٪ شتون لري او په ځینو نمونو کې د کلسیم عنصر هم تشخیص شوی دی. د څېړنې پایلې څرګندوي چې د قلعه سنګي سیمې ماورای قلوي ډبرې د کرومایټ منرالیزیشن لپاره مناسبې پتروګرافیکي او جیوکېمیاوي ځانګړتیاوې لري.

Downloads

خپور شوی

2026-08-15